د فراه ولايت پوهنې رئیس د بالابلوک ولسوالۍ قومي مشرانو اوځوانانو لخوا وستایل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۳:۳۷
د فراه ولايت پوهنې رئیس د بالابلوک ولسوالۍ قومي مشرانو اوځوانانو لخوا وستایل شو

پوهنې وزارت، فراه: د فراه ولایت پوهنې رئیس استاد وحیدالله شيراني د بالابلوک ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره په داسې حال کې لیدنه وکړ، چې د پوهنې ریاست مالي او اداري او د اسلامي تعليماتو مرستيالانو هم شتون درلود.

پیل کې د پوهنې رئیس د یادې ولسوالۍ د قومي مشرانو او ځوانانو له راتلو مننه او قدرداني وکړه، د ناستې په ترڅ کې راغلو قومي مشرانو د پوهنې رياست د نوې رهبرۍ کړنې وستايلې، ليرې پرتو سيمو او ولسواليو ته د پوره پاملرنې په پار يې مننه ترې وکړه او له پوهنې څخه يې خپل بشپړ اعلان کړ.

د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو د پوهنې په برخه کې خپلې یو شمېر ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د پوهنې رئیس سره شریک کړې او هيله یې وښوده چې راتلونکی ښوونیز کال له تحرک او نویو لاسته راوړنو څخه ډک کال وي.

د پوهنې رئيس د نوموړې ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو سره ژمنه وکړه، چې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د هواري لپاره به خپلو پراخو هلو ځلو ته دوام ورکوي، ترڅو د فراه په ليرې پرتو سيمو کې هغه ګلالي ماشومان چې له تعليم څخه محروم پاتې دي، هم زده کړې وکړي.

د یادونې وړده، چې د فراه د پوهنې رئیس له دې مخکې هم د ځینو نورو سیمو له دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د پوهنې بهير د لا چټکتیا او ټولنيز تحرک د رامينځته کولو په موخه لیده کاته کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS