د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا
د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او ۹۲۰ افغانیو په ټولیز ارزښت، د تمیم آریا فلزکارۍ شرکت ته ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل شکایت د دغې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو کاري ورځو په موده کې، له اړوندو دلایلو سره په لیکلې بڼه، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې د کابل ښار، ده افغانانو سیمې اړوند په محمدجان خان واټ کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د تړون یا عقد په معنا نه ده؛ قرارداد به د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د قانوني پړاوونو تر طی کولو پورې نه منعقد کېږي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست
