د قرارداد ورکولو پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت په پلان کې لري، چې د زدهکوونکو لپاره د مېزونو او څوکیو د تولید لپاره د ۲۴ قلمه خامو موادو د رسولو او پېرودلو پروژې قرارداد، د تمیم آریا صنعتي او فلزکاري شرکت ته د (۹،۷۸۸،۱۰۰) نهه میلیونه، اووه سوه او اته اتیا زره، سل افغانیو په ټولیز قیمت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۷ تقویمي ورځو په اوږدو کې، د پوهنې وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
