د لغمان د پوهنې ریاست له اداري او تدریسي چارو څخه څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۰:۱۸
aaa

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یوه پلاوي په ملتیا د زعفران لېسې د حلقوي دیوال د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه، چې چارې یې د (UNHCR) د سیمه ییزې ادارې له خوا د ۲۹۰ زره افغانیو په لګښت ورکول کېږي.

درې ورځنی سیمینار چې د یونیسف او ابرار د سیمه ییزې ادارې په مالي او تخنیکي مرسته د لغمان په مرکز، او همدارنګه د الینګار او قرغیو ولسوالیو د ښوونځیو د شوراګانو د سلو تنو غړو لپاره په لاره اچول شوی و، د دې ولایت د پوهنې د ریس له خوا د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسید.
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد په مشرۍ د پوهنې وزارت د دوو پلاوو او د دغه ولایت د پوهنې د رئیس په ګډون غونډه جوړه شوه، چې په دې ترڅ کې د پوهنې ریاست د ازموينو په طرزالعمل او شفافیت او د راتلونکو ازموينو په تړاو اړه لازمې پرېکړې وشوې.

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاهج هان ساجد د دغه ولایت د قرغې والسوالۍ د احسن العلوم او میا عمر مدارسو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
نوموړي زده کوونکو او ښوونکو ته د دیني مشورو ورکولو تر څنګ په یادو مدارسو کې یې روان فعالیتونه مثبت وارزول.
د لغمان ولایت د الیشنګ والسوالۍ د پوهنې د څارنې غړو د دې والسوالۍ د شرف الدین کلي، د شکمت د هلکانو او د ګلاخیلو د سیمه ییزو ښوونیزو ښوونځیو اداري اسنادونه وڅیړلې او د ازموینو د اخیستو په برخه کې یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 د څارنې او ارزونې آمر مولوي امیر آغا صدیقي او د لغمان ولایت د پوهنې ریاست د انسجام او همغږۍ آمر عبدالرحمن معلم د الینګار د پوهنې له مسوولینو سره په ګډه ناسته کې د پوهنې د څارنې د غړو فعالیتونه یې وڅېړل او د دې ولایت د پوهنې ریاست د څارنې د ځانګړو فورمونو د ډکولو په باب یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS