د لغمان له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۰:۲۷
د لغمان له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د همدې ولسوالۍ د کاکڅ هلکانو لېسې او د شهیدانو د منځني ښوونځي د اداري او تدریسي اسنادو د کتلو تر څنګ د څو ټولګیو زده کوونکو ته نمونوي درسونه برابر کړل او هم یې د یادې ولسوالۍ د دوو ښوونځیو له کتابتونونو، لابراتورونو او ګدامونو څخه لیدنه وکړه.
 
په دې وروستیو کې د پوهنې ریاست د پلټنې نوی ټاکل شوی مدیر مولوي غلام حضرت حمیدي د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ریاست مسوولینو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د الیشنګ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالمالک صدیقي او ورسره مل پلاوي د "وطن ګټو" د نجونو د لیسې د اداري او تدریسي اسنادو د ارزونې پرمهال د زده کوونکو د استعدادونو ارزونه یې هم وکړه.
نوموړي همدارنګه د يادې لېسې د شورا له غړو سره هم وکتل او د يادې لېسې د ښوونیز وضعيت د ښه والي په باب يې ورسره خبرې وکړې.

مولوي صدیق الله معتصم بالله د لغمان د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر او د دې ادارې د تعلیمي څارنې غړو د مشه خېلو او حیدرخان هلکانو او نجونو ښوونځیو له تدریسي او اداري چارو څخه لیدنه وکړه او له ښوونکو سره یې د لیدنې پر مهال د يادو ښوونځيو درسي بهير د کيفيت د ښه والي غوښتنه وکړه.
د الیشنګ ولسوالۍ د پوهنې آمریت د تعلیمي څارنې غړو د یونیسف ادارې له سیمه ییزو کارکوونکو سره په ګډه د دې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو اداري او تدریسي مسایل وڅېړل او  په دې ولسوالۍ کې یې د ۱۱ سیمه ییزو ټولګیو پر زده کوونکو کتابچې او نور ښوونیز توکي ووېشل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS