د لغمان له پوهنې ریاست څخه خبرونه
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او ورسره پلاوي د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د فرمان خېلو د نجونو ښوونځي څخه لیدنه وکړه او د زده کوونکو د علمي کچې، حاضرۍ کتاب، ترقي تعلیم او یو شمېر نور اداري او تدریسي مسایل یې وڅېړل.
د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو په څلورو جلا ګروپونو کې د غازي محمد شاه خان، بدیع الاباد، قلعه شیخان او د مهترلام ښار د مستورې لېسو له ښوونیزو او اداري فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادو لېسو له مدیرانو او ښوونکو سره یې مشورې وکړې.
د قرغيو ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالرزاق سيار د دې آمریت له کارکوونکو سره ناسته وکړه او له هغوی يې وغوښتل، ترڅو له مراجعينو سره ښه چلند وکړي.
د قرغيو ولسوالۍ د تعلیمي څارنې کارکوونکو د دوپي، پاچا کلا، فاني بابا، سرخ ابۍ ښوونځیو او همدا شان د يو شمېر سيمه ييزو لومړنيو ښوونځيو اداري او تدريسي اسنادونه یې وڅېړل.
د اليشنګ ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د اسلام آباد، قاضي محمد امين او نوري منځني ښوونځي له فعاليتونو څخه د کتنې پر مهال د زده کوونکو ښوونیز بهیر، د ښوونکو د تدريس مېتودونه او د پوهنيزو چارو يو شمېر ستونزې یې وڅېړلې.
