د لوګر د پوهنې ریاست نوېو ټاکل شوېو مرستیالانو خپلې دندې پیل کړې 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۷ - ۹:۲۴
د لوګر د پوهنې ریاست نوېو ټاکل شوېو مرستیالانو خپلې دندې پیل کړې   پل علم د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر یکشنبه / لړم ۱۶ مه  د لوګر ولایت د پوهنې ریاست درېیو تنو نوېو مقرر شوېو مرستیالانو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپلې دندې په رسمي ډول  پیل کړې.   په دې تړاو جوړو شوېو مراسمو کې د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز په ګډون د دغه ریاست پخوانیو او نوېو مرستیالانو، د پوهنې ښاري آمر مولوي ضیاء الحق ملنګ او کارکوونکو برخه اخیستې وه.   په نوېو ګومارل شوېو مرستیالانو کې د عمومي زده کړو مرستیال مولوي عبیدالله

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست درېیو تنو نوېو مقرر شوېو مرستیالانو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپلې دندې په رسمي ډول  پیل کړې. 

په دې تړاو جوړو شوېو مراسمو کې د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز په ګډون د دغه ریاست پخوانیو او نوېو مرستیالانو، د پوهنې ښاري آمر مولوي ضیاء الحق ملنګ او کارکوونکو برخه اخیستې وه. 

په نوېو ګومارل شوېو مرستیالانو کې د عمومي زده کړو مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د اسلامي زده کړو مرستیال صدیق الله عزیزي، د مالي او اداري چارو مرستیال محمد عارف معاذ شامل دي، چې د پوهنې وزارت له خوا نوي په دندو ګومارل شوي دي. 

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د خپلو مرستیالانو د معرفي کولو پر مهال وویل، چې نوي ګومارل شوي مرستیالان د پوهنې په برخه کې د ډېرو کلونو ښه تجربه لري. 

هغه له نوېو ګومارل شویو مرستیالانو غوښتنه وکړه، چې خپل هېواد او بیا لوګر ته ښه خدمت وکړي او د پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره پراخې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS