د لوګر د ښوونځیو پر زده کوونکو د درسي کتابونو د وېش بهیر پیل شو

د پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د ژمي له پیلېدو سره سم د ۲۷۳ ښوونځیو پر زده کوونکو د درسي کتابونو د وېشلو بهیر پیل شو.
پر زده کوونکو د درسي کتابونو د وېش بهیر د پوهنې وزارت په لارښوونه پیل شو، چې لس ورځې به دوام وکړي.
زده کوونکو ته یاد درسي کتابونه د اړوندو ښوونځیو له لارې ورکول کېږي، چې نوي چاپ شوي او زاړه کتابونه دي.
په لوګر کې د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځي شتون لري، چې ۱۲۸ لومړني، ۷۴ منځني او ۷۱ نور لېسې دي.
نوموړي ښوونځي د ۴۲۱۴۶ نجونو په ګډون ۱۴۵۰۴۱ زده کوونکي لري،چې دا مهال د ژمي رخصتۍ په درشل کې دي.
د لوګر د پوهنې سرپرست نثار احمد سیدي له زده کوونکو غوښتنه وکړه، چې د درسي کتابونو د اخېستلو لپاره خپلو ښوونځیو ته ورشي.
د یادونې وړده، چې د لوګر د پوهنې ریاست د هر کالې په ژمي کې پر خپلو زده کوونکو درسي کتابونه وېشلي دي.