د لوګر ولایت یو شمېر ښوونځیو سره د درسي کتابونو مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۴:۱۳
د لوګر ولایت یو شمېر ښوونځیو سره د درسي کتابونو مرسته وشوه

د پوهنې وزارت په همغږۍ او د یونیسف مؤسسې په مرسته د لوګر ولایت ۲۷۶ ښوونځیو لپاره د ۲۳ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۴۲۰ د درسي کتابونو مرسته وشوه.
په دې مرسته شویو توکو کې ۲۷۱ ښوونیزې بستې او لس قلمه نور بېلابېل ښوونیز توکي شامل دي، چې ډېر ژر به
 له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې پر  ۵۴۲۰ تنو زده کوونکو ووېشل شي.
د  لوګر ولایت د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز یاده مرسته د زده کونکو لپاره خورا مهمه وبلله او د یادې مؤسسې څخه یې د دوام غوښتنه وکړه.
د یادونې وړده چې: تر دې وړاندې هم یونیسف مؤسسې د لوګر ولایت پر ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو دا ډول مرستې وېشلې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS