د لوګر ۳۶ ښوونځي ارتقا کوي
د پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د نجونو او هلکانو ۳۶ ښوونځیو ته په راتلونکي ۱۳۹۹ لمریز ښوونیز کال کې ارتقا ورکول کېږي.
یاد ښوونځي د زده کوونکو د والدینو شورا په غوښتنه د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معینیت په لارښوونه ارتقا کوي.
د نوموړو ښوونځیو له جملې څخه به ۲۲ لومړني ښوونځي د منځني او ۱۴ منځني ښوونځي د لېسې کچې ته ارتقا وکړي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي وایي،چې د نوموړو ښوونځیو په ارتقا سره به د ۵۵۰ نجونو په ګډون ۱۴۴۰ زده کوونکو ته د منځني او ثانوي دورو د زده کړو زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په راتلونکي ښوونیز کال کې به په لوګر کې ۲۶ نوي ښوونځي تاسیس او هم به له ۲۷ زرو ډېر نوي زده کوونکي جذب شي.