د ماشومانو او کورنیو په چارو کې د بریتانیا د دولت له وزیر سره د افغانستان د پوهنې وزیر لیدنه

پوهنې وزارت- لندن: د هیواد پوهنې وزیر ډاکټر محمدمیرویس بلخي د The Education World Forum 2020 نړیوال کنفرانس په څنډه کې د کورنیو او ماشومانو په چارو کې د بریتانیا د دولت له وزیر میشل دوني لن سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې حالت، مینځ ته راغلي اصلاحات او همدارنګه د افغانستان ماشومان ته د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو په لاره کې د شته ننګونو په اړه څیړنه او خبرې وشوې.
په بریتانیا کې د زده کړو د شته ډولونو او د ښوونیزو نمونو تشریح کول په ځانګړي ډول د ښوونځي څخه د مخه زده کړې او لمړنۍ دوره د دواړو هیوادنو د وزیرانو د خبرو اترو له غوره ټکو څخه وو.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د افغانستان له ماشومانو څخه د انګلستان هیواد د ډير ملاتړ غوښتونکۍ شو.
د ماشومانو او کورنیو په چارو کې د بریتانیا د دولت وزیر میشل دوني لن د افغانستان د ښوونې او روزنې سره د ډیرو مرستو لپاره چمتوالۍ وښود.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر د 2020 The Education World Forumنړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري د میاشتې له ۱۹ څخه تر ۲۲ نیټې (د تلې د ۲۹ مې څخه د سلواغې تر ۲مې ) پورې په لندن کې د تر سره کیدو په حال کې ده، انګلستان هیواد ته سفر کړۍ دۍ.
د ښوونې او روزنې نړیواله غونډه هر کال دا نړیوال کنفرانس د ۱۰۰ څخه د زیاتو هیوادونو د پوهنې وزیرانو او استازو په شتون کې د ښوونې او روزنې خدمتونو پراختیا او ښه والي، په ښوونیزو سیستمونو کې د شته ننګونو ارزونې او همدارنګه په ښوونه او روزنه کې د نړیوالو نویو لارو د کارونې په موخه تر سره کیږي.