د مدارسو، دارالحفاظونو او د وادنيو او املاکو رئیسانو بلخ ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو د لوى رئیس محترم مولوي محمد یوسف ثاقب او د ودانيو او املاکو د رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس په مشرۍ یو پلاوي بلخ ولایت ته په رسمي سفر کې، د اسلامي ام/ارت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ، د ازبکستان هېواد له لوري جوړه شوې د خیرالمدارس امام بخاري رح مدرسه د بلخ ولایت پوهنې ریاست ته وسپارله.
ياد مٶظف پلاوى بلخ ولایت ته له رسېدو وروسته، د دغه ولایت له محترم مقام سره تر لومړنۍ ناستې وروسته، د مدرسې د ودانيزو چارو لیدنې او ارزونې په موخه د یادې پروژې له ساحې لیدنه وکړه.
د ترسره شوې ساحوي لیدنې له مخې، د دغې مدرسې لومړی فاز له شپږو بلاکونو څخه جوړ شوی، چې درسي ټولګي، د اوسېدو خونې او لیلیه، جومات، اداري دفترونه، د مدرسې د مسوول دفتر، د غونډو تالار او نورې اړینې برخې په کې شاملې دي.
د ساحوي لیدنې پر مهال د پروژې د لومړي فاز شاوخوا ۸۵ سلنه ودانيزې چارې بشپړې شوې او د پاتې برخو کارونه یې لا هم روان وو.
تر ساحوي لیدنې او د ازبکستان دوست هېواد له انجنيرانو او د بلخ ولایت د مقام له مسوولینو سره تر ناستو وروسته، مٶظف پلاوي د خیرالمدارس امام بخاري رح دیني مدرسه تحویل واخیستل شوه او په رسمي ډول یې د بلخ ولایت پوهنې ریاست ته وسپارله.
