د مرکز او ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه څو لنډ خبرونه

لوګر
د پوهنې یوې ملاتړې ادارې، د لوګر ولایت پوهنې ریاست سره، د ۱۵ زره ډالرو په لګښت د ۵۵ زره ټوکه درسي کتابونو مرسته وکړه.
غزني
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني له خوا، د یاد ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د رسنی په لېسه کې د ۶ بابه درسي خونو جوړولو چارې پیل شوې.
تمه کېږي، چې د یادو درسي ټولګیو پر جوړولو به ټولټال ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راشي، کوم چې د یادې ولسوالۍ د خلکو لخوا ورکول کېږي.
کابل ښار
د کابل ښار د ښوونځیو شوراګانو او پوهنې مینه والو، د معین خان چکري لومړني ښوونځي ته د اړینو تجهیزاتو پېرودلو او سمبالولو لپاره ټولټال ۱۶۷ زره ۳۰۰ افغانۍ مرسته وکړه.
بدخشان
د بدخشان ولایت تشکان ولسوالۍ د سنګ کلان لېسې شاوخوا د ۴۶۲ متره په اوږدوالي دېوال جوړولو چارې، د پوهنې یو ملاتړ بنسټ لخوا پیل شوې، کوم چې اټکل شوی لګښت یې ۳ مېلیونه افغانۍ دی.
هرات
د هرات ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، سږ کال (۱۴۰۴ لمریز) د وري او غویي په میاشتو کې، د ښوونځیو شوراګانو او د هرات ولایت د مرکز او مختلفو ولسوالیو علم پروره اوسېدونکو لخوا په ټولیزه توګه ۵ مېلیونه ۷۵۰ افغانۍ پوهنې ریاست ته د مرستې په موخه ورکړل شوې دي.