د مرکز او ولایتونو له پوهنې ډګره لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۴:۱۵
df

پکتیا

د آزموینو ملي ادارې چارواکو پکتیا ولایت ته د یو رسمي سفر پرمهال، د یاد ولایت د پوهنې له مسئولینو سره په کتنه کې، د هغو زده کوونکو د شاملولو په اړه خبرې وکړې چې په تېرو کلونو کې د کانکور له آزموینې پاتې شوې وو.

دغه راز دواړو لورو تازه فارغ شویو زده کونکو ته د نوم لیکنې کارتونو وېشلو څرنګوالي په تړاو هم بحث وکړ.

کابل

د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د هېواد له یو شمېر جیدو علماوو سره په کتنه کې، د پوهنیز نظام په پرمختګ کې د هغوی رول اغېزمن او مهم وباله.

همدارنګه یادو علماوو د پوهنې له بهیر سره د هرډول همکاریو ژمنه وکړه.

خوست

د خوست ولایت پوهنې ریاست په دیني مدارسو کې د ښوونکو د ګمارلو په موخه، له یوزره ۳۰۰ تنو نوماندانو څخه آزموینه واخیسته.

زابل

د زابل ولایت پوهنې ریاست د اسلامي ا.مارت نظام په اړه د ځوانانو د پوهاوي کچې د زیاتوالي په موخه، د «ا.مارت پېژندنې» تر سرلیک لاندې آزاده سیالي پیل کړه.

په یاده سیالي کې د زابل ولایت د مدارسو او ښوونځیو شاوخوا ۳۵۰ تنو زده کوونکو برخه اخیستې وه.

نیمروز

د نيمروز ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي ګل احمد حقاني، د یاد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د « نبوي (صلی الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم د کلنۍ آزموينې څخه څارنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS