د مرکز کابل او ځینو ولایتونو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره ۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۳:۴۲
21

د پوهنې وزارت له لوري د مرکز کابل په شمول د کابل، لوګر او میدان وردګ ولایتونو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د روزنیزو مهارتونو او وړتیاوو لوړولو په موخه ۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د یاد وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري، د اړوندو ولایتونو پوهنې مسئولینو، کارپوهانو او استادانو په حضور کې په رسمي ډول پیل شو.
په پیل کې د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس ګډون والو او حاضرو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د سیمینار په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د مسلکي وړتیاوو او تدریسي مېتودونو پياوړتیا د یاد وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او له دغو سمینارونو یې بنسټیزه موخه د هېواد په تعلیمي مرکزونو کې د ښوونیز کیفیت لوړوالی دی.
ورپسې د یاد وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې په یاد ۴ ورځني ورکشاپ کې به د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته د مسلکي پراختیا د چوکاټ، لایحې، تنویرالافکار، حسن سلوک او مسئولیت پېژندنې په اړه معلومات ورکړل شي او له ګډون والو وغوښتل چې د دغه ورکشاپ له زده کړو مهارتونو څخه بشپړه ګټه پورته کړي.
غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د پوهنې وزارت او د چارو ادارې لوی ریاست ترمنځ د ساده شویو پروسو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

په هغو مراسمو کې چې د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت او د چارو ادارې لوی ریاست ترمنځ، د ساده شویو پروسو د هوکړه‌لیک لاسلیکېدو په مناسبت جوړ شوي وو، پکې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی

طبق پلان مطروحه در نظر است که مسابقات بهاری پهلوانی میان ۵۰ تن ورزشکاران رده های سنی مختلف تیم های مکاتب شهر کابل با حضور مسئولین وزارت معارف، شماری ورزشکاران و علاقمندان سپورت در کلپ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

- غزني
پوهنې وزارت د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ښوونکو لپاره "د پوهنې ګټور پرمختګ" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.

- لوګر
د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې، له. . .

BACK TO NEWS