د ننګرهار ولایت د شهید محمد هاشم میوندوال عالي دارالعلوم کې کمپیوتر خونه ګټې اخستنې ته وسپارل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۸ - ۹:۲۶
صنف کمپیوتر دارالعلوم شهیدمیوند وال در ننگرهار به بهره برداری سپرده شد

د جرمني مرستې افغان ماشومانو لپاره موسسې په مالي لګښت یاد کمپیوتر خونه جوړ او نن رسماً د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبیب حضرت (حقاني)او د مسئولینو او زده کوونکو په حضور کې افتتاح او ګټې اخسیتنې ته وسپارل شوه.
یاده کمپوټر خونه کې: ۱۱ پایې ډیسکټاپ کمپیوټرونه،۱ پایه پرینټر،۱۱ پایې میزونه،۲۴ پایې څوکۍ،د خونې فرش،د خونې ټول لوازم سولر سیستم او په نورو اړینو ملحقاتو سره سمبال ده. 
 د ننګرهار پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت(حقاني)  خبرې وکړې او په یاد کمپوټر ليپ باندې یې خوښي وښودله او زده کوونکي یې خپلو درسونو او د ټکنالوجۍ په برخه کې خپلو موخو ته زیر کړل او ټینگار یې وکړ چې د نوې ټکنالوجۍ سره بلدتیا او زده کړه د هر افغان مسئولیت دی، او باید خپل ځانونه د اسلام او شریعت په چوکاټ کې ټکنالوجۍ او انترنیت سره آشنا او زده کړې تر لاسه کړئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS