د ننګرهار ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۱۵
xczvxb

په هغو مراسمو کې چې د ننګرهار ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه د شیخ محمد شریف حلیم د پېژندګلوۍ په موخه جوړ شوي وو، پکې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د دغه ولایت مسئولینو، د علماوو شورا غړو او د پوهنې ریاست مهمو چارواکو برخه اخیستې وه. د پوهنې وزارت معین او نورو ویناوالو د یاد ولایت د پوهنې نوي رئیس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، نوموړي ته د صادقانه خدمت او د پوهنې د لاپرمختګ په برخه کې د بریالیتوب دعاء وکړه. په ورته مهال د ننګرهار ولایت د پوهنې نوي رئیس، د افغانستان.ا.ا. له مشرتابه په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې سربېره ژمنه وکړه، چې د ټول توان او د خپلو تجربو څخه په استفادې سره به د معیاري تعلیمي نظام د لاپراختیا په برخه کې خپلې هڅې لاپسې زیاتې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS