د نوي ښوونیز کال پیل سره به ژر د پوهنې وزارت اصلاحي بسته عملي شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د پوهنې وزارت رهبرۍ سره په دغه وزارت کې د اصلاحاتو برنامې او ښوونځیو د رخصتۍ پر مهال د زده کوونکو د تدریس پر تدابیرو خبرې وکړې.
دغه ویډیو کنفرانس د مخکېنیو ناستو پر دوام د معارف وضعیت د ارزونې او په دغه وزارت کې د اصلاحي برنامې په خاطر په ارګ کې جوړ شو، په پیل کې د پوهنې وزارت مسوولینو د دغه وزارت د اصلاحي او انکشافي پلان د کاري پرمختګ راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.
د پوهنې وزارت سرپرست محمد میرویس بلخي وویل، د پوهنې وزارت اصلاحي برنامه له مخکې تعیین شویو ټولو معیارونو ته په کتو ژر بشپړېږي او د جمهوررئیس د نظریاتو له اخیستو وروسته به دغه اصلاحي بسته د نوي ښوونیز کال پیلېدو سره عملي شي.
د هیواد جمهوررئیس د پوهنې وزارت د مسوولینو د راپور له اورېدو وروسته وویل، په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو عملي کولو لپاره مناسب مسیر تعیین شوی او اړتیا ده چې اصلاحي برنامه ګام په ګام په دقت سره تطبیق شي.
د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، پوهنې وزارت باید د کرونا ویروس احتمالي خپرېدو په خاطر د ښوونځیو د رخصتۍ پرمهال د پوهنې تلویزیون له لارې د لېرې زده کړو (انټرنیټ) پر برنامې تمرکز ولري، ترڅو له ممکنه لارو څخه د زده کوونکو د تدریس سلسله دوام ومومي.
جمهوررئیس غني پوهنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ښوونځیو د رخصتۍ یا د دغې رخصتي د مودې غځېدو پر مهال د زده کوونکو بوخت ساتلو په خاطر د تدریس لپاره پر مشخصې برنامې کار وکړي، همدا راز دې مشخصه کړي چې په دې موده کې کوم کارونه ترسره او څه ډول له ممکنه لارو څخه د تدریس سلسله دوام ومومي.
د هیواد جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې د افغان حکومت اساسي لومړیتوب د پوهنې او روغتیا مسئله ده، پوهنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې هرات کې دې له لېرې واټن څخه د تدریس برنامې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه په دغه ولایت کې د زیان منلو کچه زیاته ده.
د هیواد جمهوررئیس ټولو ښوونکو ته ډاډ ورکړ چې د ښوونځیو د رخصتۍ یا د رخصتیو د غځېدو په جریان کې یې معاشونه په خپل وخت ورکول کېږي او هیڅ راز ځنډ به په کې نه راځي.
