د نیمروز په ولایت کې د یو منځني ښوونځي ودانۍ پرانېستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۳:۴۸
د نیمروز په ولایت کې د یو منځني ښوونځي ودانۍ پرانېستل شوه

د پوهنې وزارت_نیمروز: د نیمروز ولایت د زرنج ښار اړوند د ایوب ظهیر منځني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ د یولړ مراسمو په ترڅ کې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د دووکلونو په موده کې د دولت د بودجې څخه د ځه باندې ۶ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې، چې ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او نورې اړوندې ټولې ښوونیږي آسانتیاوې لري. چې ۱۶۰۰ تنو نجونو او هلکانو زده کوونکو ته د خوندي درسي چاپیریال زمینه برابره شوه.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د نیمروز والي ډاکتر سید ولی سلطان ، د ولایتي شورا وکیلانو، قومي مخورو، دیني علماوو، ځوانانو او د یاد ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
والي په خپلو خبرو کې د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او له ولسونو یې وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.
د نیمروز د پوهنې رییس مسعود نوری د نیمروز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د اولادونو لپاره به یې د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې له پخوا هڅې ګړندۍ کړي دي. نوموړي په روان کال کې له معارف سره د ولس مرستې او همکارۍ وستایلې او په راتلونکي کې یې هم د ورته همکاریو غوښتونکی شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۳۴
Background image

په سرپل ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ترمیم شوه

 د پوهنې وزارت لخوا د ۹۵۲ زره۸۲ افغانیو په لګښت، د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ په یوه لېرې پرتې سیمه کې د ښوونځي ودانۍ ترمیم او بیاځلې ورغول شوه.
د ښوونځي دغه ودانۍ چې پخوا د اسانتیاوو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۳۴
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ۵۷ بابه ښوونځیو اړوندو مسئولینو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د دایکنډي ولایت کجران ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۵۷ تنو علمي غړو، آمرینو او اداري مدیرانو لپاره د "ارزونې، پلان جوړونې او راپور ورکولو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار، د یاد ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۳۴
Background image

نورستان ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د نورستان ولایت مندول ولسوالۍ اړوند د باندول کلي پوهنې مینه والو د پوهنې د پراختیا او پیاوړتیا په موخه له خپلو شخصي شتمنیو څخه پوهنې سره څه د پاسه ۱.۳ مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه او د. . .

BACK TO NEWS