د هلمند د پوهنې ریاست کارکوونکو ته یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۹:۴۶
د هلمند د پوهنې ریاست کارکوونکو ته یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

د پو هنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست اړوند د برنامو آمرینو، د څار آمرینو، د ولسوالیو د پوهنې آمرینو او پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د عملیاتي پلان جوړولو په موخه یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

د پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د ورکشاپ له ټولو ګډونوالو وغوښتل ترڅو له دې ښه فرصته په ګټه اخیستنه د خپلو برنامو او ور سپارل شویو مسؤلیتونو اړوند عملیاتي پلان زده کړي، چي په راتلوونکي وتوانیږي د خپلو کاري جریاناتو اړوند غوره او پر نتایجو ولاړ عملیاتي پلان جوړ کړای شي او د پوهنې ریاست مقام سره يې شریک کړي.

صفاري ټینګار وکړ که چیري په راتلوونکو وختونو کې د کوم کارکوونکې عملیاتي پلان کې ستونزې موجودي وي د اصولو سره سم به يې پر وړاندي اجراآت تر سره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه

د سیمې د متدینو خلکو لخوا، د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ په ارخي کلي کې د دار الحفاظ لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه.
د دغې ځمکې د سپارلو په مراسمو کې پوهنې چارواکو، د دارالحفاظ او سیمه‌ییزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند د کمال خېل منځني ښوونځي لپاره د ۵.۵ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
د لمریزې برېښنا دغه نوی سیسټم د ښوونځي د مدیر، ښوونکو او سیمه‌ییزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۵۲
Background image

د بامیان ولایت یوې لېسې سره د ۷۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه

د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکو د اړینو اداري او تدریسي تجهیزاتو پېرودلو په موخه، د یادې ولسوالۍ د شنیه اخضرات عالي لېسې سره د ۷۴ زره ۲۰۵ افغانیو مالي مرسته وکړه.
د پوهنې ریاست. . .

BACK TO NEWS