د هېواد د ولایتونو او تودو سیمو د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۴:۴۷
د هېواد د ولایتونو او تودو سیمو د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شوې

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې هر کال د ګرمسیرو ښوونځیو کلنۍ ازموینې د روان لمریز کال د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه د اړوندو ولایتونو د پوهنې ریاستونو له لوري رسما پیلېږي.
چې سږ کال هم په یادو ولایتونو کې کلنۍ ازموینې د ولایتونو د پوهنې رئیسانو د څارنې د آمرینو له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
 په دې مراسمو کې د ولایتونو د پوهنې رئیسانو او مسؤلینو د یادو ازموینو د بهیر په باب خبرې وکړې او د ازموینو پر روڼتیا د ټینګار ترڅنګ یې له ښوونکو او د ښوونځیو له مسؤلینو وغوښتل، چې په یادو ازموینو کې چمتووالي او ډسپلین ته جدي پاملرنه وکړي. دغه راز يې له زده کوونکو وغوښتل چې د ازموينې اصول مراعات او په ښوونځيو کې له هر ډول ګډوډي څخه ډډه وکړي، ترڅو د ازموينې بهير ګډوډ نه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS