د هېواد له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۱:۵۵
د هېواد له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه.

لغمان:
د لغمان ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د يادې ادارې له مرکزي دفترونو او څانګو څخه ليدنه وکړه د اداري اسنادونو د څېړلو ترڅنګ یې له مراجعينو سره يې د مسوولينو برخورد له نږدې وڅارل.
کندهار:
په کندهار ولایت کې د یونیسف سیمه ییزې ادارې مسوولینو د دې ادارې د مالي مدیریت کارکوونکو ته د اداري مسایلو په اړه پنځه ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړی و، چې ګډونوالو ته د سندونو په وېشلو سره پای ته ورسید.
کاپیسا:
د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د ښوونځیو مدیرانو د یوې کاري غونډې په ترڅ کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته وړاندې کړل او د خپلو کلنیو فعالیتونو او دندو راپور یې وړاندې کړ.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست رهبري د مدیرانو کړنې وستایلې او د شته ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.
ننګرهار:
د ننګرهار د پوهنې ریاست د نشراتو مدیریت چارواکي وايي: پوهنې وزارت د دغه ولایت د مرکز او ۲۲ ولسوالیو زده کوونکو ته د عمومي زده کړو ۸۰۰ زره جلده درسي کتابونه استولي، ترڅو په نوي تعلیمي کال کې زده کوونکو ته ووېشل شي.
په ورته ډول:
 د هېواد په ختیځ زون کې د یونیسف ساحوي دفتر د ننګرهار ولایت له پوهنې ریاست سره د ۲۱۵ خیمو مرسته وکړه، ترڅو یو شمېر هغو ښوونځیو ته چې درسي خونې نه لري ووېشل شي.
همدارنګه:
 ياد شوې موسسې د دغه ولايت په مرکز او نهو ولسواليو کې د پنځم او شپږم ټولګيو ښځينه زده کوونکو لپاره د حفظ الصحې توکي د ننګرهار پوهنې رياست ته وسپارل، ترڅو ژر تر ژره د زده کوونکو د لاس رسي وړ وګرځي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS