د هېواد له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۰:۳۰
د هېواد له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

د هېواد په ګرمو ولایتونو کې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو بیا پیلېدل:
هېواد ته د سړې هوا له ناڅاپي راتګ وروسته د پوهنې وزارت مشرتابه د ګرمو ولایتونو د پوهنې ټولو ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې په خپلو ولایتونو کې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو بهیر د لسو ورځو لپاره وځنډوي.
اوس د سړې څپې په تېرېدو سره په يادو ولايتونو کې يادې شوې ازموينې بېرته پيل شوې دي.
د ګرمسېرو ولایتونو د پوهنې ریاستونو چارواکي وايي: د پوهنې ریاستونو د مخکیني پلان له مخې د پوهنې ریاستونو غړي د ګرمسیرو ولایتونو په مرکز او اړوندو ولسوالیو په ښوونځیو کې د ازموینو بهیر په جدي توګه څاري.
خوست:
په خوست ولايت کې د يونيسف سيمه ييزې ادارې د دغه ولايت د پوهنې له رياست سره د هغو ښوونځيو لپاره، چې درسي خونې نه لري او يا هم د درسي خونو له کمښت سره مخ دي، د ٨٤ خيمو مرسته وکړه، ترڅو په ښوونځیو کې ترې ګټه واخلي.
د خوست د پوهنې رياست مشرتابه د يادې شوې ادارې له مرستو څخه مننه وکړه.
کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د ښوونځيو آمرینو او مسوولينو د خپلو ستونزو او وړانديزونو د وړاندې کولو پر مهال د دغه ولايت د پوهنې رياست ته د خپلو کلنيو فعاليتونو او دندو راپور ورکړ.
پکتیکا:
د یونیسف ادارې د افغانستان له پوهنې سره د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل د پکتیکا ولایت له پوهنې ریاست سره د ۷۸ خیمو مرسته وکړه.
د دې ولايت د پوهنې مسوولين له يادې شوې ادارې څخه د مننې په ترڅ کې وايي: ډېر ژر به د يادې ادارې له لوري دې رياست ته ۲۳ نورې خېمې هم ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS