د ولایاتو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۱:۴۲
د ولایاتو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه.

هرات:
د هرات د پوهنې رئیس مولوي عبدالله امیني د دغه ولایت د پوهنې ریاست له ټولو شعباتو څخه د لیدنې پر مهال د پوهنې د کارکوونکو د هڅو او زیار د ستاینې ترڅنګ د دغه ریاست د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او د حل ژمنه یې ورسره وکړه..
خوست:
د خوست د پوهنې ریاست مسوولین وايي: د یونیسف د ولایتي ادارې دفتر د پنځمو او شپږمو ټولګیو له زده کوونکو سره د درسي توکو لکه د بستو او کتابچو مرسته کړې، چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې به دوی ته د درسي کتابونو تر څنګ ورکړل شي.
له ننګرهار ولایت څخه ځینې خبرونه:
د ننګرهار د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر مولوي محمد طارق مخلص د خپل پلاوي په ملتیا د حفصة البنات او د دارالهدا له دیني مدارسو څخه لیدنه وکړه او د یادو مدارسو د تدریسي او اداري چارو تر ارزونې وروسته یې ورته د ښوونې او روزنې په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
په یو بل خبر کې:
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې آمر قاري حيات الله شهيدزاده د دې ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو له اداري او تدريسي چارو څخه څارنه وکړه.
د یو بل خبر له مخې:
د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د دغه ولايت د خوګياڼو والسوالۍ د چمتلي د لېسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې د ځوانانو د ښوونيزو خدمتونو د وړاندې کولو د ملاتړ او ژمنې په ترڅ کې له فارغانو څخه وغوښتل چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS