د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه
کندز
دکندز ولایت دپوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد، د کندز ولایت مقام دفتر رئیس مولوي عبدالغفور شهید زوی په ملتیا د ياد ولایت د فاطمة الزهرا د نجونو لېسې له څلور نیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
دواړو رئيسانو د پوهنې د کیفیت په لوړوالي ټینګار وکړ.
سمنګان
د سمنګان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ د ښوونځیو او مدارسو اداري او تدریسي چارې له نيږدې وکتلې.
نوموړي د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ د پوهنې له مسؤلينو وغوښتل، چې تدریسی کيفيت لوړولو ته ، اداري اصول او مقررات ته په ورځنیو چار وکې لومړیتوب وکړي.
بغلان
د بغلان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د جوګي قوم له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د جوګي قوم استازو د پوهنې له نعمت څخه د خپلو ماشومانو د محروميت ستونزې د پوهنې رياست له مشرتابه سره شريکې کړې او غوښتنه يې وکړه، چې د دوی ماشومانو ته هم بايد د زده کړو زمينه برابره شي.
په پای کې د پوهنې رئيس ژمنه وکړه چې د یاد قوم ماشومانو ته به د زده کړو زمینه برابره کړي.
هلمند
د هلمند ولايت د پوهنې رياست په مدارسو کې د ښوونکو د ګمارنې په موخه آزادې سيالۍ په لاره اچولو سره ، له ۷۱۴ تنو وړ نوماندانو څخه ازموينه واخيستل شوه.
هرات
څه موده وړاندې د هرات ښار د شلو سپورټي ټېمونو ترمنځ د «فتح خپلواکۍ کپ» ترنامه لاندې سيالۍ چې د ا.ا.ا د بریا د کالیزې په مناسبت د ياد ولايت د پوهنې رياست اداري پلاوي په شتون کې په لاره اچول شوېوې، د سلطان غياث غوري لېسې د لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې.
