د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه
ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارفدوست شخص له لوري د ۴۱ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.
دایکنډي
د دایکندي ولایت کیتي ولسوالۍ د ښوونځي یو تن ښوونکي محترم حسین احمدي، د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت د هماغې ولسوالۍ د شالیزار لېسې او لومړني ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکینده او د اړینو تخنیکي وسایلو په تجهیزولو سره یې د زدهکوونکو استفادې لپاره پرانیست.
کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي او انجنیري ټیم د موسهي ولسوالۍ د ښوونځیو ترمیماتي پروژو د کار بهیر وڅاره او د بیا رغونې د چارو لا ښه کېدو لپاره یې مسئولینو ته مسلکي سپارښتنې وکړې.
