په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
طظزرظطز

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسئولین وایي، چې دغه ښوونځی د سیمې د خلکو د مالي همکاریو په پایله کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د ښوونځي نوې ودانۍ په دوو پوړونو کې رغول شوې، چې ۱۵ درسي خونې، یوکتابتون، لابراتوار او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
د غزني پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسيني، د پورته ذکر شوي ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې د ښوونې او روزنې پر اهمیت خبرې وکړې او د سیمه‌ییزو خلکو د ملاتړ او همکارۍ څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۳۶
Background image

داوطلبۍ اعلان

د پوهنې وزارت له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي، چې د سمنګان ولایت پوهنې ریاست لپاره د یو عراده تېز رفتاره موټر په تهیه کولو او پېرودلو پروسه کې برخه واخلي او د اړوندې پروسې شرط‌پاڼه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

غزني
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع الحق حماس، چې د یاد وزارت د پروژو د څارنې او بیاکتنې لپاره یې مختلفو ولایتونو ته سفر کړی، اوس‌مهال غزني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۶۱ تعلیمي پروژو  بیارغونې کارونه روان دي

د لوګر ولایت پوهنې چارواکو په وینا، په یاد ولایت کې د ۶۱ تعلیمي مرکزونو د بیارغونې او ترمیم چارې روانې دي، چې له ۷۰ تر ۹۰ سلنې پورې یې رغنیزې چارې روانې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به. . .

BACK TO NEWS