د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- خوست
د خوست ولایت پوهنې ریاست او د یوې تعلیمي همکارې ادارې ترمنځ د دواړو خواوو د مسئولینو په حضور کې د همغږۍ غونډه وشوه.
- ننګرهار
هیواد ته د راستنېدونکو ماشومانو د نوم لیکنې پروسه، چې هره ورځ د پوهنې وزارت تر چتر لاندې دوام لري، په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست لخوا د تورخم عمري کمپ کې ۸۵ تنه ماشومان ثبت شوي دي، چې ۴۷ تنه یې نارینه او ۳۷ تنه یې ښځینه دي.
- دایکنډي
د پوهنې وزارت د ښوونځيو روغتیا آمریت په نوښت، د دایکنډي ولایت د ۳ بابه ښوونځیو ښوونکو لپاره "د اوبو، روغتیا ساتنې، پاکوالي او لومړنیو مرستو روزنیزو پروګرامونو" تر سرلیک لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو، چې پکې د اسپوک، شهید مزاري او سیاه چوب ښوونځيو ۲۵ تنو ښوونکو ګډون کړی و.
- پکتیکا
- د پکتیکا ولایت د اوړممې ولسوالۍ اړوند د احیاء العلوم دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره، د عام ولس په مالي ملاتړ د ۵۰ زره افغانیو په لګښت کېښودل شوه.