د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

نورستان
د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې تخنیکي ټېم، د نورستان ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د یاد ولایت د ۵ بابه ښوونځيو سروې ترسره او بیارغونې ته یې چمتو کړل.
ټاکل شوې چې یاد ښوونځي د ۲۰ زره ډالرو په لګښت ورغول شي.
کندهار
د کندهار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي، د مرکز اړوند د احمدشاه بابا عالي لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
کندوز
د کندوز ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد، د یاد ولایت په مرکز کې د یو شمېر مدارسو او ښونځيو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او مسئولینو ته یې د تدریسي بهیر لاښه والي په تړاو لازمې لارښوونې او مشورې وکړې.
سرپل
د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د یاد ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د تنزیل، چارک، کټه قلعه او قزاق ملک له ښوونځیو څخه څارنه وکړه.
د یو بل خبر له مخې:
د سرپل ولایت پوهنې ریاست له خوا د سوزمه قلعه ولسوالۍ د ښوونځیو ۱۵۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته " د عقیدوي مسایلو زده کړه او د تدریس طریقې" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی سیمینار چې څه موده وړاندې پیل شوی ؤ، پای ته ورسېد.