د پنجشېر ولایت له تعلیمي مرکزونو سره د څه باندې ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د درسي کتابونو مرسته وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۲۵
dfg

د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست مسوولین وایي: د علم‌پروره اشخاصو لخوا، د حصه اول ولسوالۍ د پشغور کلي له پیغمبر اعظم (صلی الله علیه وسلم) دیني مدرسې او د رُخې لومړني ښوونځي سره د ۷۲۵ زره افغانیو په ارزښت د ۱۲۲۴ ټوکه درسي کتابونو مرسته شوې ده.
مسوولینو د پوهنې له ملاتړو کسانو څخه د مننې ترڅنګ، دا ډول مرستې د زده‌کوونکو د تدریس د بهیر پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې او له خلکو یې وغوښتل چې له پوهنې سره خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: د اومنې ولسوالۍ اړوند د احسن العلوم دیني مدرسې لپاره، د سیمې د خلکو په مالي همکارۍ د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ودانۍ جوړیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۳
Background image

د سرپل ولایت په اړوندو سیمو کې یوه دیني مدرسه جوړېږي

د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ په اړوندو کې د «حقانیه مدرسې» جوړولو چارې، د یادې ولسوالۍ د علم‌دوسته خلکو په مالي همکارۍ او هڅو، د ۵۵۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت په رسمي ډول پیل شوې.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۰
Background image

د زابل ولایت په دوو ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې

د زابل ولایت مرکز قلات ښار اړوند د سرآسپ او رحمن مېنې ښوونځیو زده‌کوونکو ته د شاوخوا ۵۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیاوې برابرې شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست. . .

BACK TO NEWS