د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست کې د احصائیې مسلکي سیمینار پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۸:۵۸
قیفیالب

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني د پنجشېر ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنیزو بنسټونو مسئولینو، د کیفیت تضمین آمریت کارکوونکو، مدیرانو او غړو لپاره د ارقامو او احصائیوي معلوماتو راټولولو په برخه کې د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پرانیست. د معلوماتو او احصائیې رئیس په داسې حال کې چې د پنجشېر پوهنې رئیس مفتي حبیب الله نوري قتاده او نورو مسوولینو هم حضور درلود، د پوهنې ریاست د ۱۸۰ تنو مسئولینو، د کیفیت تضمین مدیریت کارکوونکو او د ولسوالیو پوهنې آمرینو لپار مسلکي سیمینار پرانیست. همدارنګه نوموړي په ادارو کې د دقیقو احصائیو پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې وویل: که وغواړو، چې یوه منظمه او رڼه اداره ولرو او د پوهنې بودیجې څخه په سالمه توګه ګټه پورته کړو؛ نو اړینه ده چې دقیق ارقام او احصائیې له ځان سره ولرو. دغه راز نوموړي له ګډون والو وغوښتل، تر څو د یاد سیمینار له محتوا او د روزونکو له تجربو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د خدماتو ریاست لپاره ۱۴۰ قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۹
Background image

فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه،. . .

BACK TO NEWS