د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د څېړنیزو همکاریو په موخه غونډه ترسره شوه 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۰:۷
۱۲۳

د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارتونو د څېړنې او تألیف او ترجمې ریاستونو تر منځ د څېړنیزو، ښوونې او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره شوه. 
په غونډه کې د پوهنې وزارت د څېړنو ریاست رئیس ښاغلي ډاکټر محمد عمر دورانزی او د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ترجمې رئیس ښاغلي ډاکټر حمید الله مزمل ګډون کړی وو په پیل کې ښاغلي دورانزي د موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د څېړنیزو همکاریو هوکړه لیک چمتو کولو ته اړینه اړتیا لیدل کېږي، ترڅو د دواړو لوریو همکاریو ته پابند پاتې شو او هوکړه لیک لاسلیک کړل شي.
وروسته ښاغلي ډاکتر حمید الله مزمل د ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس د جوړولو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: د لوړو زده کړو وزارت د یاد کنفرانس د جوړولو په هکله پوره چمتو والی لري او د پوهنې وزارت دې هم په دې اړوند خپلې پوښتنې او نظریات له دې وزارت سره شریک کړي.
د غونډې په پای کې یادونه وشوه که چېرې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه خپلو ګډو او شریکو موخو ته پاملرنه وکړي نو شته ستونزې به هوارې او په هېواد کې به یو ښه او پرمختللی پوهنیز نظام رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲۳
Background image

د کابل ولایت پوهنې ریاست، له ۳۲ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د کابل ولایت پوهنې ریاست د هېواد اولادونو ته د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۳۲ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې. . .

BACK TO NEWS