د پوهنې وزارت، د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۱:۳۲
14

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، د یاد ریاست یو پلاوي، د خصوصي زده کړو ریاست او کابل ولایت پوهنې ریاست څخه د لیدنې په ترڅ کې، له مسئولینو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل مسئولیتونه په صداقت او اېماندارۍ سره ترسره کړئ او د مراجعینو کارونه له هر ډول خنډ او ځنډ پرته په ټاکلي وخت سرته ورسوئ.

همداراز د پوهنې وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر لړۍ په نورمال ډول روانه ده.

په ورته مهال د کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې؛

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر درسونه دوام لري او د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې وارزول شو او هغوی ته لازمې توصیې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS