د پوهنې وزارت  سرپرست وزیر د یونیسف له هیئت سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۷:۲۱
د پوهنې وزارت  سرپرست وزیر د یونیسف له هیئت سره وکتل

 د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله (منیر) صاحب د یونیسف  له هیئت سره وکتل .
په یاد ملاقات کې د پوهنې وزارت د دفتر لوی رئیس مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده صاحب،د نشراتو او عامه اړیکو رئیس مولوي عزیزاحمد(ریان) او د نړیوالو اړیکو او تمویلوونکو ریاست رئیس استاد وحیدالله هاشمي صاحب هم برخه درلوده . 
په دې ملاقات کې د هیواد له پوهنیز نظام سره د یونیسف دمرستو او نورو اړوندو مسایلو په اړه مفصل بحث وشو.
د پوهنې سرپرست وزیر د خپلې وینا په ترڅ کې له یونسیف او نورو کومکي ادارو څخه د هیواد له تعلیمي نظام سره د ترسره کړیو  همکاريو مننه وکړه او هغوی یې لا نورې همکاري ته وهڅول .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS