د پوهنې وزارت د بشري سرچینو ریاست د کارکوونکو لپاره د کمپیوټر روزنیز کورس پای ته ورسېد

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۵:۴۴
د پوهنې وزارت د بشري سرچینو ریاست د کارکوونکو لپاره د کمپیوټر روزنیز کورس پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د مرکز او ولایتونو د ریاستونو په ګډون د بېلابېلو ادارو د کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو د پلان له مخې د کمپیوټر زده کړې کورس چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو د پراختیا ریاست د یو شمېر کارکوونکو لپاره پیل شوی وو پای ته ورسېد.
په یادو مراسمو کې چې دا روزنيز کورس د پاى ته رسېدو په مناسبت جوړ شوی وو، د بشري سرچينو لوی رئيس مفتي محمد يوسف ثاقب، د استخدام رئيس مفتي عبدالحليم حليمي او د وزارت يو شمېر مسؤلينو او کارکوونکو ګډون کړى وو.
مسؤلینو او ویناوالو په خپلو خبرو کې د معاصرې ټکنالوژۍ پر اړتیا او اهمیت او د ښې حکومتوالۍ او ورځني ژوند په برخه کې د یادې ټکنالوژۍ پر رول خبرې وکړې او له فارغانو یې وغوښتل چې د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې له شته امکاناتو څخه سمه ګټه پورته کړي.
ور پسې یو تن کارکوونکي د نورو په استازیتوب د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو څخه له دې کبله مننه وکړه چې دوی ته یې د مسلکي زده کړو په برخه کې ښه زمینه برابره کړه او ټینګار یې وکړ چې دوی د مسلکي زده کړو په برخه کې کوم مهارتونه او تجربې لري، په سمه توګه به یې پلي کوي.
د غونډې په پای کې مسؤلینو د یاد روزنیز کورس پر ګډونوالو تصدیق پاڼې ووېشلې او د الله جل جلاله له دربار څخه یې ورته د لا زیاتو بریاوو دعا وکړه.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS