د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست له لوري د یو شمېر ولایتونو پوهنې آمرینو ته ۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۴:۵۹
125

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست له لوري د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ، تخار، بغلان، کندز او سمنګان ولایتونو د پوهنې آمرینو د رهبري او مدیریتي وړتیاوو لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ، د یاد وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، ځینو مرکزي رئیسانو، مسئولینو او علماء کرامو په حضور کې جوړ شو.
په پیل کې د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي لوړ پوړو مېلمنو او ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد ورکشاپ د موخو او اهمیت په تړاو مفصله ویناء وکړه.
ورپسې د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معین په خپلو خبرو کې د مرکز په شمول د ټولو لیرې پرتو سیمو د تشکیلاتو د متوازن وېش او لاپراخوالي په هکله د معلوماتو ترڅنګ، له ګډون والو وغوښتل تر څو د دغه ډول ورکشاپونو له زده کړو مهارتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
همدارنګه د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس د پوهنیز نظام مسئولیت ته په اشارې سره وویل: یاد نظام مسئولیت لري، تر څو د هېواد بچیانو ته لامعیاري ښوونیز او روزنیز چوپړونه وړاندې کړي.
په ورته مهال د کیفیت تضمین معین د خپلو خبرو په ترڅ کې، د پوهنیزنظام لاپرمختګ لپاره، د ټولو کارکوونکو پر امانتدارۍ او علمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، په دیني او عصري دواړو برخو کې د راتلونکو نسلونو باکیفیته روزل، د ټولو منسوبینو په امانتدارۍ او علمیت پورې تړلي دي.
نوموړي د ورکشاپ له ګډون والو وغوښتل چې خپل زده کړي مهارتونه او علمي وړتیاوې په بشپړ ډول پلې کړي.
دغه راز يو شمېر نورو مسئولینو  هم د روزنیزو ورکشاپونو د ګټو په اړه منسوبینو ته اغېزناکې ویناوې وکړې او هغوی یې خپلو اساسي موخو ته وهڅول.
غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS