د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست د علمي او تخنیکي کاري کمېټې ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست د رئيس مفتي عزت الله نوري په مشرۍ د یاد ریاست د علمي او تخنيکي کاري کمېټې ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د قابلیت محوره نصاب په ارزښت او تدوین علمي، تخنیکي او تخصصي بحثونه وشول، پرېکړه وشوه چې د وزارت د مقام له حکم اخیستلو څخه وروسته به د تعلیمي نصاب د متخصصینو له لوري د هېواد په کچه یو ملي ریسرچ(د زونونو په کچه د هيئتي په شکل)په لاره واچول شي، ترڅو د هماغه نتایجو پر بنسټ د تعلیمي نصاب پر تجديد او تغير مثبته ګټه واخيستل شي. ناسته ددعائيې په لوستلو سره پای ته ورسيده .