د دایکنډي ولایت پوهنې منسوبینو لپاره لارښود سیمینار جوړ شو

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست، د ارزیابۍ اجراآتو لارښود، عملیاتي پلان تشرېح او راپور لیکلو برخه کې د ښوونځيو ۵۰ تنو آمرینو، مدیرانو او علمي غړو لپاره سیمینار ترسره کړ.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي شیر محمد صدیقي د سیمینار په پیل کې د خپلې وینا پر مهال، د اداري کاري پروسې، د اسلامي احکامو او فرمانونو پلي کولو، د سیرتنبي «صلی الله علیه وسلم» د اخلاقو او سیرت په رعایت او د مراجعینو سره د کارکوونکو ښه چلند او اخلاقو په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې پروګرام د پیل موخه د پوهنې کارکوونکو د کاري وړتیاوو لوړول دي.