د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس بغلان ولایت ولاړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۲۷
dyef

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري د یو پلاوي سره بغلان ولایت ته ورسېد.

په پیل کې نوموړي د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزی او مسئولینو سره وکتل.

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس یاد ولايت ته د خپل سفر موخه، د امربالمعروف او نهی عن المنکر د پروګرامونو پلي کول وبلل او له مسئولینو یې وغوښتل، چې "د اساسات اسلام کتاب" هره ورځ ښوونکو او زده کوونکو ته تدریس کړي.

دغه راز نوموړي له مسئولینو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپلې کړنې او چلند د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ﷺ) له سیرت او سنتو سره برابر کړي.

په ورته مهال د بغلان پوهنې ریاست مسئولینو، د پوهنې وزارت پلاوي ته راغلاست ووایه او د یاد وزارت د دعوت او ارشاد د لارښوونو او تدریسي نصاب له عملي کولو څخه یې ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

په هرات ولایت کې له یوه ښوونځي سره د مېزونو او څوکیو مرسته وشوه

د هرات ښار د خیریه چارو او د پوهنې ملاتړي حاجي امین‌الله امیني له لوري، د یاد ولایت د مرکز هاتفي لېسې ته ۸۰ پایې مېزونه او څوکۍ چې ارزښت یې ۲۰۰ زره افغانۍ کېږي، ډالۍ کړې.
د هرات پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲
Background image

په غزني ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت په مرکز کې د شاه ابوالفتح ښوونځي د نوې ودانۍ  بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، دیني علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۰:۵۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار  پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ کال لپاره ۳۶ قلمه غیرمطبوع قرطاسیې (دفتري توکو) ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي او سوداګریز شرکتونه او د قرطاسیې پلورنځي چې د یاد قرارداد ترلاسه کولو لېوالتیا. . .

BACK TO NEWS