د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۳۴
544

له شنبې ۱۴۴۶/۱/۲ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱/۷هـ.ق (د ۱۴۰۴ لمریز کال، چنګاښ میاشتې له ۷ مې تر ۱۲ مې نېټې پورې)

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار لسمي او یوولسمي تعلیمي ناحيو اړوندو ۱۹بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له مدیرانو او مسئولینو سره وکتل.

په یادو لیدنو کې د پوهنې وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ، د اسلامي اصولو او افغاني دودونو په رڼا کې د ښوونځیو د ځانګړي یونیفورم پلي کېدو په تړاو سپارښتنې وشوې.

همدارنګه د پورته ذکر شویو ښوونځیو آمرینو او ښوونکو له یادو سپارښتنو تود هرکلی وکړ او دا یې د خپلو زده‌کوونکو سالمې ښوونې- روزنې، نظم او ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او مثبت ګام وباله.

همداراز د پوهنې وزارت مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ هم په نورمال ډول روانه وه.

په ورته مهال د ولایتونو له پوهنې ریاستونو او د کابل ښار پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې؛

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم، د ښوونیزو مرکزونو منسوبینو ته د دعوت او ارشاد درسونو دوام درلود؛ لکه د پخوا په څېر، په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو وضعیت له نږدې وارزول شو او هغوی ته اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۱۹
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې سره څه د پاسه ۳ زره درسي کڅوړو مرسته وشوه

د پوهنې یو همکار بنسټ، د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۳ زره او ۴۴۴ کڅوړو قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو مرسته وکړه.
د یادو توکو ټولیز ارزښت ۲ میلیونه، ۵ زره او ۱۲۹ افغانۍ ښودل شوی،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د ۱۴۶ تنو ښوونکو او ښوونځیو مسوولینو لپاره علمي ورکشاپ پیل شو

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ  ۱۴۶ تنو آمرینو، ښوونکو او د ښوونځیو تعلیمي شوراګانو غړو لپاره د زده‌کوونکي محوره زده‌کړې ترویج تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو.
د یادې برنامې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۱۳
Background image

په جوزجان ولایت کې د ښوونځیو ۶۷۵ تنو تدریسي او اداري مسوولینو د وړتیا لوړونې په برنامه کې ګډون وکړ

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست د زده‌کړې کیفیت لوړولو او د ښوونکو او ښوونځیو د مسوولینو مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د یاد ولایت د ۶۷۵ تنو ښوونکو، مدیرانو، سرښوونکو او د ښوونځیو شوراګانو. . .

BACK TO NEWS