د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د لغمان ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۹:۲۳
dhsfa

د مولوي محمد نعیم عمیر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو په موخه لغمان ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او د پوهنې له مسئولینو سره یې وکتل.

په پیل کې یاد پلاوي د خپل سفر اساسي موخې بیان کړې او ورپسې یې د لغمان ولایت د مدارسو او ښوونځیو د تعلیمي وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل.

له بلې خوا د پوهنې رياست مسئولينو ياد ولايت ته د ورغلي پلاوي له سفر څخه د هرکلي ترڅنګ، د دعوت او ارشاد ریاست د پلانونو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بلخ ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ یو پلاوی بلخ ولایت ته ورسېد. په پيل کې نوموړي په هغه غونډه کې چې د بلخ پوهنې ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه، د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د ۱۲مېلیونه ۳۰۰زره افغانیو په لګښت، د درې بابه ښوونځیو پروژې پرانیستل شوې

پوهنې وزارت له لوري، د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ، د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند، د بي بي آمنې، سنګ سوراخ او حاجیانو ښوونځیو رغنیزې پروژې بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د څه د پاسه ۱.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت، کابل ښار اړوند یو باب ښوونځي کې ۶ درسي خونې ورغول شوې

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د محمد فاروق منځني ښوونځي لپاره د درسي ټولګيو جوړولو پروژه، چې څه موده وړاندې د پوهنې د یوې همکارې ادارې له لوري د یو مېلیون ۳۰۵ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت پیل. . .

BACK TO NEWS