د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي له پکتیا ولایت څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۰
2121

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د پکتیا ولایت په مرکز کې د پوهنې او ښوونځیو له چارواکو سره د امربالمعروف او نهی عن المنکر د فعالیتونو لا پیاوړتیا په موخه غونډه وکړه.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د یاد ریاست د پلانونو تشریح کولو پرمهال، په همدغه ولایت کې د خپلې اړونده ادارې د لارښوونو له پلي کېدو څخه رضایت څرګند او د چارواکو هڅې یې په دې برخه کې خورا اغېزمنې وبللې.
همدارنګه نوموړي له چارواکو، ښوونکو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل صورت او سیرت د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» په مبارکو سنتو مزین کړئ.
هغه د ښوونکي دنده یو الهي امانت وباله او روښانه یې کړه چې ښوونکي نه یوازې د ماشومانو او ځوانانو د زده‌کړې مسئولیت لري، بلکې د هغوی د فکري، اخلاقي او مذهبي روزنې دنده هم پر غاړه لري.
په همدې دوام، د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل چې د ټولنې د اصلاح او معنوي هوساینې لپاره د دیني چارو پلي کول ډېر اړین دي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دعوت او ارشاد محترم ریاست د احکامو او لارښوونو پلي کولو لپاره یې د پوهنې په ریاست کې یو کمېسیون ګمارلی، ترڅو د هرې میاشتې په پای کې د پورته ذکر شویو احکامو پلي کولو په اړه پوهنې ریاست ته خپل کاري راپور وړاندې کړي. 
هغه ډاډ ورکړ چې د اړوند ولایت پوهنې ریاست به د د عوت او ارشاد ریاست ټولې لارښوونې په بشپړه توګه پلې او په دې برخه کې به هر اړخیزې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS