د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د ارزګان ولایت له پوهنې چارواکو سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۹
251

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس الحاج مولوي جمعه خان سروري ارزګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د تعلیمي مرکزونو او د پوهنې ریاست د بېلابېلو څانګو له رهبرۍ او کارکوونکو سره وکتل.
لومړی د ارزګان پوهنې ریاست د ښوونې - روزنې او عمومي زده کړو آمر د پلاوي له سفر ستاینه وکړه او په خپله وینا کې یې وویل:( د اسلامي.ا. او پوهنې وزارت له لوري د تعلیمي وضعیت لاښه والي په برخه کې کوم احکام چې صادر شوي، باید په بشپړ ډول پلي شي.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان.ا.ا. عالقیدر مشرتابه احکام باید د مدارسو او ښوونځیو کارکوونکو ته د درس په توګه تدریس شي، ترڅو هرڅوک ترې خبر او دیني پوهه یې پیاوړې شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پلاوي نن د ګیزاب ولسوالۍ څخه هم لیدنه وکړه او ټاکل شوې چې د یاد ولایت د ګیزاب ولسوالۍ د پوهنې آمریت سربېره د مدارسو او ښوونځیو له مسئولینو سره هم غونډه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

په غزني ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره مېتوديکي سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۹ ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ علم‌پروره خلکو لخوا د یادې ولسوالۍ له پوهنې آمریت سره ۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې، چې د همدغه آمریت اړوند ودانۍ بیارغونې او د اړتیا وړ توکو پېرودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

ارزګان ولایت کې د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست د ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره شپږ ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
یاد شپږ ورځنی ورکشاپ، چې د فزیک، کیمیا،. . .

BACK TO NEWS