د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د غزني ولایت له ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۲:۱۷
123

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې مرستیال وزیر شیخ الحدیث مولوي سعید احمد شهیدخیل چې د مدرسو او علمي مرکزونو د ښوونیز وضعیت د څېړنې او څارنې په موخه یې غزني ولایت ته سفر کړی نوموړی له مل پلاوي  هر یو د خصوصي زده کړو رئیس، مولوي عبدالرحمن حمیدي د دارالعلومو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي او د دغه وزارت د تقنین او پالیسۍ رئیس مولوي محمد رحیم ایوب سره یو ځای له یو شمېر دیني مدرسو او جوماتو څخه لیدنه وکړه، چې په دې ورځ  الجامعت العلوم الاسلامیه او الجامعت الاسلامیه صدیقه (رض) مدرسو ته لاړل او په هغه غونډه کې یې ګډون وکړ چې په همدې موخه د پوهنې ریاست د مشرتابه له خوا جوړه شوې وه. په دې کتنه کې د پوهنې وزارت معین غزني ولایت ته د پوهنې وزارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر موخې ګډونوالو ته بیان کړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د هېواد د بچیانو د روزنې په برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
ورپسې د الجامعت الاسلامیه العلومو د مدرسې مسوول مولوي محمد نادر د یاد وزارت د سرچینو او ادارې د معین تر اشراف لاندې د پوهنې وزارت راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: الحمدلله د اسلامي امارت له فتحې وروسته د حقیقي ازادۍ او سولې احساس کوو. ځکه په تېر نظام کې موږ له سترو ستونزو سره مخامخ وو. نوموړي د يادو مدرسو د مسوولينو او استادانو په استازيتوب ژمنه وکړه، چې د يادو ښوونځيو د ښوونيز حالت د ښه والي په موخه به د پوهنې وزارت سره مرسته وکړي.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت معین د مدرسو لپاره د لازمو لارښوونو ترڅنګ د مدرسو د بیارغونې او د زده کوونکو اعاشې او اباطې په موخه یوه اندازه نغدي مرسته هم وکړه.
باید یادونه وشي چې:
جمعیت العلوم الاسلامیه مدرسه د غزني ولایت د اسفندي په کلي کې موقعیت لري چې په ۱۴۳۷ هجري قمري کال کې د مولوي محمد نادر انس له خوا تاسیس شوی.
د الجامعت الاسلامیة صدیقه مدرسه د غزني ولایت په ساه غزار د نیازو د کلي په سر کې موقعیت لري چې په ۱۳۸۹ کال کې د مولوي عبدالقدیر له لوري تاسیس شوی او تر اوسه دغې مدرسې د لویو او کوچنیو دورو په برخه کې یې ګڼ شمېر علماء او د قران کریم حافظان ټولنې ته وړاندې کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه سفر په ترڅ کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې وزير شيخ الحديث مولوي سعيد احمد شهیدخېل د دغه ولايت د مرکز اړوند د مشک آباد په کلي کې د الفتح جامع جومات هم پرانيست.
دا جومات په یو وخت کې د زرو لمونځ کوونکو ظرفیت لري

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS