د پوهنې وزارت د معین په مشرۍ پلاوي روسیې ته رسمي سفر وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۴:۲۴
12

د روسیې فدراتیف جمهوریت په رسمي بلنه، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید په مشرۍ د افغانستان اسلامي ا.مارت لوړ پوړي پلاوي، د پوهنې وزیرانو په درېیم نړۍوال کنفرانس کې ګډون لپاره د یاد هېواد کازان ښار ته ورسېد.
په پلان کې ده چې دغه پلاوی به د افغانستان د پوهنیز نظام د څرنګوالي پر محوریت، تعلیمي فرصتونو او آسانتیاوو په اړه مفصل معلومات وړاندې او نړۍواله ټولنه به وهڅوي، ترڅو د افغانستان د ښوونیز او روزنیز نظام په کمي او کیفي پراختیا کې رغنده رول ولوبوي.
همدارنګه تمه کېږي چې یاد پلاوی به د دې کنفرانس په څنډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو د پوهنې له یو شمېر وزیرانو سره هم وګوري او د متقابلو فرصتونو او همکاریو په اړه به نظرونه تبادله کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS