د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس د کابل ښار له پوهنې رئیس او مسئولینو سره وکتل

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین «ثاقب»، د کابل ښار له پوهنې رئیس قاري عبدالباسط «حقاني» او د یاد ریاست د پروګرامونو له آمرینو سره په لیدنه کې؛ د نوي ښوونیز کال لپاره د تعلیمي پلانونو او د کابل ښار د پوهنیز سیسټم د لاښه کیفیت په تړاو بحث وکړ.
د کابل ښار پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس له ورتګ څخه د مننې ترڅنګ، د یادې ادارې له کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه بشپړ وضاحت ورکړ او د کابل ښار پوهنیز سیسټم د لا پرمختګ او کیفیت لوړوالي لپاره یې د هر ډول اړینو همکاریو ژمنه وکړه.