د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس سمنګان ولایت ته ورسېد

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۹:۵۶
1522

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب سمنګان ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د پوهنې پر ستونزو، ننګونو او راتلونکو پلانونو خبرې وکړې او ورغلي پلاوي د پوهنې د کیفیت پر لاښه والي او په تحصیلي بنسټونو کې ‌ډسپلین ته په پاملرنې ټینګار وکړ.

دغه راز د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس د یاد ولايت د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو له آزموينو بهير څخه څارنه وکړه او د دغو آزموينو روڼتیا يې د پوهنې وزارت له مهمو لومړيتوبونو څخه وبلله او په دې برخه کې يې د اصولو او مقرراتو د رعايت غوښتنه وکړه.

باید ووایو، چې دا ډول سفرونه او له آزموینو څخه څارنه د پوهنې وزارت د ژمنتیا ښودنه کوي، کوم چې د تعلیمي نظام لا پیاوړتیا او په ښوونیزو بهیرونو کې د روڼتیا په موخه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS