د پوهنې وزارت د ولایتي تشکیلاتو د سمون په موخه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید په مشرۍ، د یادوزارت د ولایتي تشکیلاتو د اصلاح او سمون په موخه غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونې او روزنې د معینیت اړوندو رئیسانو، دبشري سرچینو او تشکیل رئیسانو او همدارنګه د یادو ریاستونو یو،یو تن کارشناس حضور درلود او د ولایتي تشکیلاتو د اصلاح، سمون او تعدیل په موخه پکې تفصیلي بحثونه ترسره شول.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت په خپل تشکیل کې( ۲۸۹۲۰۰ ) تنه پرسونل لري، څلور معینیتونه(ښوونه او روزنه، سرچینې او اداره، اسلامي تعلیمات، تضمین کیفیت)،۳۱ مرکزي او دکابل ښار د پوهنې ریاست په شمول ۳۵ولایتي ریاستونه لري. د یاد وزارت مرکزي تشکیل جوړ شوی او دریاست الوزراء د محترم مقام له لوري منظور شویدی، دولایتي ریاستونو په تشکیل کار روان دی او تر بشپړېدلو وروسته به عملا تطبیق شي.