د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس د غزني ولایت پوهنې ریاست له ښوونیزو ادارو څخه لیدنه وکړه 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۹:۱۱
56

د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس الحاج مولوي پاینده محمد تعلیم او ورسره مل پلاوي غزني ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس او مشرتابه سره د لیدنې پر مهال، دناوې ولسوالۍ د پوهنې آمریت کړنې وڅېړلې.
دغه راز یاد پلاوي د یو شمېر دیني مدارسو او ښوونځیو اداري او تدریسي طریقې هم وارزولې او د ښوونیزو چارو د لا ښه والي او د درسي کیفیت د لوړولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې او مشورې ورکړې.
له بلې خوا د غزني ولایت پوهنې ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ ریاست پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ژمنه یې وکړه، چې په یاد ولایت کې به د پوهنې د ودې او د ستونزو په هواري کې صادقانه هڅې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS