د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب لوی ریاست علمي غړو لپاره میتودیک سیمینار پيل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۳۱
89484

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب لوی ریاست علمي او مسلکي غړو لپاره د "پېژندګلوۍ، لارښوونې او د فکرونو روښانتیا" میتودیک سیمینار جوړ شو.

د یاد سیمینار د پرانیستلو اساسي موخه، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت کارپوهانو له لوري، د ښوونکو مسلکي يراختیا علمي غړو لپاره د دندو لایحې چوکاټ، د حمایوي څارنې د فورمو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په تړاو پرېزټیشنونه ارایه شي.

د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید، یو شمېر مرکزي رئیسانو، کارپوهانو او د کابل ښار د پوهنې ریاست مسئولینو هم برخه اخیستې وه.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د یاد سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال د کارکوونکو لپاره د علمي او مسلکي سیمینارونو ګټې او د هغوی د مسلکي پوهې په لوړولو کې یې درول په تړاو خبرې وکړې او دا یې د مسلکي کېدو په طرف یو مهم ګام وباله.

نوموړي زیاته کړه، د ښوونکو مسلکي کېدل په ښوونځیو کې د تدریسي کیفیت پر لوړوالي خورا ښه اغېز کوي او په ترڅ کې به یې د هېواد راتلونکي نسلونه په معاصرو علومو او تخنیکونو سمبال شي.

د يادونې وړ ده، چې په دغه څلور ورځني سیمینار کې به د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا لوی رياست ١٥٠ تنه علمي غړي برخه ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۲۲:۳۶
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست لپاره د روان ۱۴۰۳ مالي کال د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د 6 قلمه توکو او تجهیزاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب لوی ریاست علمي غړو لپاره میتودیک سیمینار پيل شو

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب لوی ریاست علمي او مسلکي غړو لپاره د "پېژندګلوۍ، لارښوونې او د فکرونو روښانتیا" میتودیک سیمینار جوړ شو.

د یاد سیمینار د پرانیستلو اساسي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنې وزارت او افغان پسټ ا.مارتي شرکت ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پوهنې وزارت او افغان پسټ ا.مارتي شرکت ترمنځ، د یاد وزارت د منسوبینو، زده کوونکو او مراجعینو لپاره د شهادتنامو او نورو مهمو تحصیلي اسنادو لاسرسي په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو. . .

BACK TO NEWS